د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د پلټنې لوی ادارې له ریيس مولوي محمد حسن هاشمي سره لیدنه کړې.
مولوي محمد محسن هاشمي د دې ادارې د فعاليتونو، کړنو او پروګرامونو په اړه د رياست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړی.
نوموړي ویلي؛ د وزارتونو او امارتي ادارو پلټنې د فساد لمنځه وړو، شفافيت رامنځته کولو او د ادارو لا زياتې فعالتيا کې مهم رول لري او د يادې ادارې مسولين او کارکوونکي به په ادارو کې د یادو اهدافو ترسره کولو لپاره خپله ټوله هڅه او زيار وباسي.
مولوي عبدالسلام حنفي د امارتي ادارو د څارنې او پلټنې په موخه د دې ادارې کړنې او فعاليتونه ستایلي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ د د پلټنې لوی ادارې په څېر څارونکې ادارې د اداري فساد لمنځه وړو، د شفافيت رامنځته کولو او د ادارو فعالتيا او همداراز له ادارو څخه د خلکو د رضايت رامنځته کولو په برخو کې مهم رول لري.
په همدې اساس د يادې ادارې رهبري او کارکوونکي د څارنې په برخه کې مهم او لوی مسوولیت لري، د ادارو د پلټنې او څارنې له لارې به د خدمت ترسره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

