ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال د جوزجان له يو شمېر مجاهدينو سره لیدنه کړې

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د جوزجان ولايت د قرقين ولسوال قاري حبيب محسن او د يادې ولسوالۍ امنیه قوماندان قاري شکرالله حنيف او همداراز د دې ولايت د خماب ولسوالۍ امنیه قوماندان داملا غلام سرور فيضي سره لیدنه کړې.

د قرقين ولسوال ویلي؛ د اسلامي امارت د مسولينو او مجاهدينو په هڅه او زيار په جوزجان ولايت او په ځانګړي ډول قرقين او خماب ولسواليو کې بشپړ امنيت حاکم دی او خلکو ته عمومي او حکومتي خدمتونه په ښه ډول وړاندې کېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې ولسوالۍ خلک روغتيايي کلينيکونو، ښوونې او روزنې او همداراز معياري سړکونو ته اړتيا لري او د اسلامي امارت مسولينو څخه يې غوښتي، چې دې برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د امنيت ټینګښت او خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د اسلامي امارت د مجاهدينو هڅې ستایلي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي؛ د روغتيايي او ښوونیزو مرکزونو او همداراز د سړکونو جوړول د اسلامي امارت له لومړنيو ژمنو څخه دي او مسوولين هڅه کوي تر خپلې وسې دغو موضوعاتو ته رسېدنه وکړي.