ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۴۳۳ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د سیمه ایزو قول اردوګانو او قطعاتو۴۳۳ تنه منسوبین د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د سرحدي فوق العاده درې نیم میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه په بېلابیلو څانګو کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د ملي دفاع وزرات د پرسونل او تعلیماتو معاونیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي او د یاد وزارت ګڼ شمېر مسولینو، مجاهدینو او منسوبینو ګډون درلود.

د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال ویلي؛ درسپارل شوي مسولیتونه باید په ښه توګه سرته ورسوئ، د هېواد له پولو څخه په ښه ډول ساتنه وکړئ او د خلکو پر وړاندې له نرمې لهجې او غوره اخلاقو څخه کار واخلئ.

مسولینو له فارغ شویو منسوبینو غوښتي، چې د پولې ساتنې او سرحدې اصولو اړوند ترلاسه کړې زده کړې په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو سرتیرو ته هم ور زده کړي.

فارغ شوو سرتېرو ژمنه کړې، چې اسلامي نظام ته د خدمت په موخه په هر ډول شرایطو او د هېواد په هر ګوټ کې دندې ته چمتو دي.