ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست هرات کې دوه تولیدي شرکتونه پرانیستل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هرات ولایت ته د خپل سفر په دریمه ورځ دوه تولیدي شرکتونه پرانستل.

یو د غیر الکولي مشروباتو تولید شرکت دی، چې د اته میلونه ډالرو پانګونې سره په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۵ زرو څخه تر۳۰ زرو بستو د تولید وړتیا لري او له ۲۰۰ تنو ته يې په مستقیمه او له ۵۰۰ تنو ته يې په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده.

دوهم د پروسس او بسته بندۍ شرکت دی، چې د درې میلیونو ډالرو په پانګونې سره په ۲۴ ساعتونو کې د 120 ټنه انجن روغنیاتو د تولید وړتیا لري.

سرپرست وزیر د صنعتکارانو د ملاتړ او تشویق په موخه په دغه ولایت کې د افغاني المونیمې توکو او د مرمر ډبرو له شرکتونو څخه هم لیدنه کړې.

دالمونیمو توکو افغان ملي شرکت په یوه ورځ کې د ۲۵ ټنه المونیم تولید وړتیا لري.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د يادو شرکتونو د مسولينو د خبرو له اورېدو وروسته ویلي، خپلې غوښتنې مو له دغه وزارت سره په ليکلي بڼه شريکې ترڅو ورته حل لار پیدا کړو.