دوشنبه د ۴/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۷/۹/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي او په بېلابیلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهـــــــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۷۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۷۱۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه و، ګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لیږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تورخم کې ۱۴۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای کړل شوې دي،
همدارنګه یادې کمېټې په عمري کمپ کې کډوالو ته د څښاک پاکې اوبه رسولې دي او ۴۲۰ لیټره تیل په عمري کمپ کې د ځینو اړتیاوو د پوره کولو په موخه توزیع کړې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې درې زره او ۵۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۲۵ لیټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
زر تختې کمپلې، ۷۰ دانې فرشونه، ۲۰۰ بستې خام غذایي توکي، ۱۰۰ بستې البسه او ۴۵۰ بستې معدني اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۳۶ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه دیني عالمان، دوه تنه حافظان، ۱۰۰ تنه غریبکار او ۶۳ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۷۱ تنه کیږي، ثبت کړل.
یادې کمېټې په تورخم کې ۱۷۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر کړی دي. همدارنګه یادې کمېټې په عمري کمپ کې یو تن ماشوم چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوی و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
راستانه شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی. همدارنګه یادې کمېټې له عامو وګړو څخه غوښتي چې د کډوالو په نامه څوک کومک وانخلي او پریږدي چې دا کومکونه هغه اړمنو کډوالو ته ورسیږي چې په دې سړه هوا او مجبور حالت کې خپل هېواد ته راستنیږي.
کنـــــــــــــــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۶۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۱۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۶۰۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳ تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په سپین بولدک کې ۴۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۳۹۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۶۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۲۶۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن لیسانس، ۵۲ تنه غریبکار او ۶۱ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۱۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
زابــــل
شملزو لار (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د شملزو په لار کې پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له شملزو لارې څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۳ تنه و، د شملزو ولسوالۍ بېلا بیلو کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له پینځه کورنیو سره لس – لس زره افغاۍ کومک شوی چې ټولې ۵۰ افغانۍ نغدي مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د شملزو په لاره کې راستنیدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په شملزو کې پینځه کورنیو ته ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په شملزو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
پکتیا
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
د پکتیا د حضرت ابوبکر صدیق رض د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې درې کورنۍ ځای پر ځای شوې دي.
آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د آنګور اډې له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د آنګور اډې له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، خپل کلي ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور اډه او ښرنه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: کډوالو ته په آنګور اډه او ښرنه کې ۱۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوي دي.
روغتیا: په آنګور آډه کې ۴۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي او درې تنو ته واکسین تطبیق شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په آنګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
اسلام کلا لار
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په هرات کې اووه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ (پوهنتون کمپ) کې ځای پر ځای شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي. او همدا راز یو زر او ۱۴۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له ۱ کورنۍ سره لس زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۲۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۱۵ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۹۰ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابېلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:
ټول ثبت شوي کډوال: ۱۷۳ کورنۍ، ۶۱۶ غړي
ټول لېږدول شوي کډوال: ۲۸ کورنۍ، ۱۶۱ غړي
ټول مرسته شوي کډوال: ۱۳۷ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۲۱۵ کورنۍ
ټول تداوي شوي کډوال: ۴۰۹ تنه
توزیع شوي سیمکارتونه: ۳۷۱ عدده
د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

