د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ننګرهار ولایت له یو تن معلول هېوادوال استاد محمد سره لیدنه کړې.
استاد محمد د ننګرهار ولایت د معلولینو او معیوبینو د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ په یاد ولایت کې معلولین له ډول ډول ستونزو سره مخ دي.
نوموړي د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي؛ چې ټولو معلولینو په ځانګړي ډول د دوی معیشتي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ بدبختانه بهرنۍ مداخلې او کورنۍ جګړې زموږ د زیات شمېر هیوادوالو د معلولیت لامل ګرځېدلي، چې دې ستونزې ته رسېدنه یو ضروري او حیاتي امر دی.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت تل هڅه کوي، چې خپلو ټولو امکاناتو ته په پام د دوی ستونزو او اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.

