ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر: اسلامي امارت به د سالنګ دویم تونل ترڅنګ له حیرتان څخه تورخم ته د اوسپنې پټلۍ وغځوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري نن د سالنګ لویې لارې تونل او ګالرۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په دغو مراسمو کې د ټولګتو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د خصوصي سکټور استازو او یو شمېر امارتي مسولینو هم شتون درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ یو ملت په اقتصادي لحاظ هغه مهال پر پښو درېږي او د ځان بساینې پر لور ګامونه اخلي کله چې سالمه زېربنا ولري.

زموږ د هېواد زېربنا د تېرو ۴۰ کلونو د جګړو له امله سخته صدمه لیدلې ده.

د اقتصاد د اساساتو رغولو اهمیت اسلامي امارت درک کړی دی، ځکه یې د اقتصادي پالیسۍ مهمه برخه ګرځېدلې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ څه موده وړاندې دوی په همدې سیمه کې د سالنګ لارې د اساسي بیارغونې د کار د پيل پرانسته درلوده، ډېر وحت نه دی تېر شوی، چې نن یې د ځینو اساسي برخو لکه تونل، ګالریو او نورو ساحو دکار د پوره کېدو او ګټې اخیستنې ته دسپارلو پرانیسته کوي.

ملا عبدالغني برادر اخوند په وینا؛ دا برخې په داسې اساسي ډول د افغان انجنیرانو له لوري رغول شوې دي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

ښاغلي برادر اخوند د سالنګ لویې لارې اهمیت ته په اشارې سره ویلي؛ د دې لارې اهمیت په دې کې دی، چې د هېواد د شمال او جنوب د نښلولو ترڅنګ د جنوبي او منځنۍ اسیا هېوادونو له پاره د ترانزیټ په برخه کې مهم رول لوبوي.

 د ګاونډيو هېوادونو د تجارتي توکو په لېږد رالېږد کې به ډېرې اسانتیاوې رامنځته او له دې لارې به د سوداګریزې راکړې ورکړې حجم زیات شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال هېوادوالو ته د سالنګ لویې لارې څخه د تېرېدو پر مهال د لا نورو اسانتیاوو برابرولو او همدارنګه د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د زیاتېدو په اړه ویلي؛ اسلامي امارت په پام کې لري، چې د امکاناتو په برابرېدو سره د سالنګ دوهم تونل هم وباسي او له حیرتان څخه تورخم ته د اوسپنې پټلۍ وغځوي، چې په دې سره به په ترانزیټ کې زیاتوالی او هېوادوالو ته به بې شمېره اسانتیاوې رامنځته شي.

نوموړي په وخت او ښه کیفیت سره د سالنګ لویې لارې د تونل او ګالریو د اساسي بیارغونې له امله د ټولګټو وزارت، قراردادي خصوصي شرکتونو او انجنیرانو له مخلصانه هڅو مننه کړې او ملت ته یې زېری ورکړی، چې سر له نن ورځې دغه لویه لار د هر ډول تګ راتګ له پاره چمتو ده.

ملا عبدالغني برادر اخوند ملت ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت په پوره اخلاص او صداقت سره د هېواد د ابادۍ لپاره هڅې کوي او ټولې کړې ژمنې به په عمل کې ثابتې کړي.

د سالنګ لویې لارې د تونلونو او ګالریو اساسي بیارغونه د افغانستان اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري له ټاکل شوي وخت مخکې په ښه کیفیت سره بشپړه او نن د هر ډول تګ راتګ په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.