د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه هر اړخیز بحث وشو.
دې ناستې ته د ماهیپر بند د یو توربین د بدلولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.
تر مفصل بحث وروسته اوبو او انرژۍ وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د یادې طرحې تخنیکي او اقتصادي ارزونه ترسره او خپل راپور د یوې میاشتې په جریان کې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
همدارنګه په دغه ناسته کې د ایران د دانش بنیان الوند دانه خمین شرکت له لوري په افغانستان کې د عضوي او کېمیاوي سرې د تولید په برخه کې د پانګونې پر وړاندې شوې طرحه هم بحث وشو.
یاده طرحه تر هر اړخیز بحث وروسته په پرنسیپ کې تایید او د صنعت او سوداګرۍ او کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د یاد شرکت له استازو سره د دې طرحې د تخنیکي او اقتصادي اړخونو په اړه ناستې ترسره او نهايي شوې طرحه د تصمیم نیونې په موخه دې کمېټې ته وړاندې کړي.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې یادې ناستې ته همدا راز په کابل او هرات ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې.
تر هر اړخیز بحث وروسته ټاکل شوو کمېټو ته دنده سپارل شوې، څو د یادو طرحو د تخنیکي او اقتصادي تحلیلونو او د دې ناستې د وړاندیزونو په نظر کې نیولو سره د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره بیاځلې ناستې ترسره کړي او راپور یې د دوه اوونیو په جریان کې دې کمېټې ته وړاندې کړي.

