د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په پار د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادو او اړوندې کړنلارې سره سم د یو میلیارد، ۲۱۸ میلیونه او ۴۳۶ زره افغانیو په ارزښت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول.
دا بانکنوټونه د افغانستان بانک د سرپرست رییس هدایت الله بدري په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته وسوځول شول.
په دې بانکنوټونو کې د (۱، ۲، ۵، ۲۰،۱۰، ۵۰، ۱۰۰، ۵۰۰، ۱۰۰۰) افغانۍ انواعیې شاملې وې، چې له مرکز او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي وو.
د افغانستان بانک سرپرست رییس هدایت الله بدري ویلي؛ افغانۍ زموږ ملي هویت دی او له هېوادوالو څخه یې غوښتي، چې افغاني بانکنوټونه په غوره توګه وساتي او د ژر خرابېدو څخه یې مخنیوی وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانیو د ژر زړیدو لاملونه د بانکي کارتونو نه کارول او د ځینو هېوادوالو لخوا په غوړو او ککړو لاسونو د پيسو شمېرل دي.
په دې پروسه کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند او د افغانستان بانک د بانکي عملیاتو لوی امر ښاغلي عبدالواحد جبارخیل هم ګډون درلود.
د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي او په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانکنوټه وېشي او د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې مندرس بانکنوټونه سوځوي.

