د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ په کنده کلي کې د ولسونو په مرسته د کندې قومونو د پیوستون پل د جوړېدو چارې پیل شوې.
د یاد پل د پیل په مراسمو کې د لغمان والي قاري زین العابدین عابد د الینګار له خلکو مننه کړې، چې په خپلو شخصي امکاناتو داسې ټولګټې پروژې پلې کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې پر یاد پل شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ولسونو او سوداګرو لخوا ورکول کېږي.
د یادې پروژې انجینر ویلي؛ چې دغه پل به ۶۸ متره اوږدوالی، ۷.۵ متره پراخوالی ولري چې په اساسي او پاخه شکل به جوړ شي.
ځايي اوسېدونکو ویلي؛ دغه پل د نیازیو او الکوزیو دوه ستر قومونه سره وصلوي، چې په جوړېدو سره به یې د زرګونو کورنیو د تګ راتګ ستونزې حل شي.

