ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزارت له ولایتي رییسانو سره وېډیويي کنفرانس؛ د نوې تشکیلاتي طرحې په پلي کولو ټینګار شوی

د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې مرستیال مولوي صبغت الله وصيل تر څارنې لاندې د ولایتي رییسانو سره د نوې تشکیلاتي طرحې د پلي کولو په تړاو، آنلاین وېډیویي کنفرانس ترسره شو.

 په یاد وېډیویي کنفرانس کې د پوهنې وزارت مرستیالانو، د مرکزي ادارو رییسانو او اړوندو مسولینو هم حضور درلود.

 په دغه مجازي غونډه کې د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې معينيت په نوښت د نوې تشکيلاتي طرحې د پلي کولو په رڼا کې د ښوونکو د مسلکيتوب په موخه، د کارپوهانو نظرونه راغونډ شوي او د پوهنیز وضعیت لاښه والي لپاره د کارپوهانو په مشوره د دارالمعلمینونو په دندو کې بدلونونه راوستل شوي دي.

 همدارنګه د وړاندیز شویو پروګرامونو او پلانونو په پلي کولو کې د ستونزو د مخنیوي لپاره له دقیقو علمي څېړنو وروسته، د پوهنې وزارت په دې وروستیو کې د ښوونکو مسلکي پراختیا ریاست د جوړولو نوی پلان پیل کړی او خپل وړاندیز یې ریاست الوزرا عالي مقام ته وسپاره؛ چې یاد وړاندیز د عالي مقام له لوري منظور شو او د پوهنې وزارت له لوري د پلي کولو لپاره په لاره واچول شو.

 د دغې نوې پرېکړې له مخې، دارالمعلمینونه د هېواد په اووه جغرافیوي حوزو او ولسوالیو کې د اړوندو الحاقیو په برخه کې فعالېږي او د مسولینو له لوري د ښوونکو وړتیاوو لوړولو په موخه، هغوی ته وخت ناوخت د مېتودولوژۍ او پیداګوژۍ برخو کې سیمینارونه ورکول کیږي، چې په پای کې د پوهنې ریاستونو د څارنې ټېمونو له لوري د ښوونکو له عملي تدریس څخه ارزونه ترسره کېږي.

 د پوهنې وزارت د سرچينو او ادارې مرستیال د ولایتونو پوهنې رییسانو ته لارښوونه کړې، چې یاده طرحه ژر تر ژره په خپلو اړوندو ریاستونو کې د چمتو شوي لایحې پر بنسټ پلې او راپور یې له پوهنې مشرتابه سره شریک کړي.

 دغه راز د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال او کفيل مولوي سخاءالله سعيد او د یاد وزارت د مقام د دفتر لوی ریيس مولوي شهاب الدين ثاقب، په ولایتونو کې د پوهنې له رییسانو غوښتي، تر څو له هر ډول اړیکو پرته، د وړتیاوو د اصولو په پام کې نیولو سره، په مطلوبو بستونو کې وړ او لایق کسان وګماري.

 د یاد وېډیويي کنفرانس په پای کې د پوهنې وزارت د تشکيلاتي او بشري سرچینو کارپوهانو رامنځته شوې تشکيلاتي طرحه او کړنلاره د ولايتونو مسولينو ته تشرېح کړې.

 په پای کې د ولایتونو پوهنې رییسانو د پوهنې وزارت مشرتابه ته ډاډ ورکړی، چې د مشرتابه له لارښوونې سره سم به د یاد وزارت د اصولو او موثرو کړنلارو په رڼا کې لازم اقدامات ترسره کړي.