ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نړۍ شاوخوا ۵۰ هېوادونو استازي تهران کې د فلسطین په موضوع خبرې کوي

د ایران دولتي خبري اژانس د خبر له مخې د نړۍ د شاوخوا ۵۰ هېوادونو مشران، استازي، پوهان، علما، خبریالان او نور مخور نن شنبې په تهران کې راټول شوي او د فلسطین په موضوع سره خبرې کوي.

خبر زیاتوي، چې دغه ناسته (د فلسطین په اړه د نړیوالې راټولېدنې) تر نامه لاندې پیل شوې او د یوې ورځې لپاره دوام کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم ناستې ته ورغلی دی.

د فلسطین پر ملاتړ دغه ناسته په داسې مهال ترسره کېږي، چې غزه کې د صهیونستي پوځ بریدونه لا هم روان دي او تر ډېره یې قربانیان ملکي وګړي دي.