د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېره میاشت کې د هېواد د بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې د دوه زره او ۵۸۶ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.
ثبت شوې شمېرې ښيي، چې د روان کال په لیندۍ میاشت کې د ۲۴ ښځینهوو په ګډون یو زر او ۳۱۴ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۷ ښځینه وو په ګډون بیا یو زر او ۲۷۲ بهرني وګړي له هېواد بهر شوی دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د نورو فعالیتونو ترڅنګ د بندرونو او هوايي ډګرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسولیت هم په غاړه لري.

