د ښوونکو د مسلکي روزنې او پراختیا ریاست کې د تقرر د اسنادو پر بنسټ، د ښوونکو د روزنې هېڅ پخوانی کارکوونکی او د ښوونیزې څارنې غړي له دندو څخه نه ګوښه کېږي.
د افغانستان اسلامي امارت پوهنې وزارت د اړتیاوو پر بنسټ د یاد وزارت په تشکيلاتي جوړښت کې پراخ اصلاحات راوستلي، تر څو د دې وزارت د کارکوونکو د پرله پسې ودې او مسلکي کېدو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
همدارنګه د وخت له اړتياوو سره سم يې له تېرو دوو کلونو راهیسې د اداري اصلاحاتو په ترڅ کې، د ښوونکو د روزنې عمومي ریاستونه، ښوونیزې څارنې، ساینس مرکز، ټولنیز خوځښت او د سواد زده کړې آمریت د یوې ادارې “د ښوونکو د مسلکي روزنې او پراختیا ریاست” تر نامه لاندې رامنځته کړل.
خو بايد يادونه وشي، چې د ساينس مرکز ځینې مهمې دندې لري لکه: د ښوونځيو د لابراتوارونو سمبالولو، د ښوونیزې ټکنالوژۍ د ملاتړ، علمي څېړنو، د ساینسي درسونو د تجربو ثبت او د درسي موادو د چمتو کولو مسئوليت په غاړه لري، چې په ۱۴۰۲ کال کې بيا ځلې تاسیس شو.
نوې څانګه (د ښوونکو د مسلکي روزنې او پراختیا ریاست) د دندو په قانون کې د اصلاحاتو راوستلو، د پروګرامونو او نویو پلانونو سربېره په پام کې لري، چې له یوې خوا د ښوونکو، سرښوونکو او مدیرانو لپاره علمي او مسلکي ملاتړ چمتو کړي، له بلې خوا د ښوونیز کیفیت لوړولو او په ټول هېواد کې د یو معیاري، روڼ، حساب ورکوونکی او پایله لرونکي ښوونیز سیستم بنسټ رامنځته کړي.
پوهنې وزارت د یاد پروګرام د پلي کولو په موخه، لاندې جوړښت د پوهنې وزارت عالي مقام ته وړانديز کړ او د دغه عالي مقام له منظورۍ وروسته اوس د پلي کولو پړاو ته رسېدلی دی.
– د ښوونکو د مسلکي روزنې او پراختیا ریاست زونونو آمریت:
ځای: مرکزي زون (د سید جمال الدین افغان د ښوونکو د مسلکي روزنې او پراختیا ریاست)، د الف او ب څانګه، چې په پروان او بامیان ولایتونو کې موقعیت لري.
زونونه: شمالي بلخ او شمال ختیځ کندوز، ختیځ ننګرهار، سویل ختیځ پکتیا، سویل کندهار، لویدیځ هرات.
د نصاب د شاملو څانګو پر بنسټ په هر زون کې د کارکوونکو شمېر ۳۰ کسان دی.
– د ولایتونو د مرکزونو د ښوونکو د مسلکي روزنې او پراختیا ریاست ټېمونه:
ځای: د هېواد د ۲۶ ولایتونو په مرکزونو کې.
په نصاب کې د شاملو څانګو پر بنسټ د تشکیل تعداد ۱۵ کسه دی.
– د ولسوالیو/ښوونیزو ناحیو د ښوونکو د مسلکي روزنې او پراختیا ریاست ټېمونه.
د هېواد د ۴۰۰ ولسوالیو او ښوونیزو ناحیو موقعیت.
په نصاب کې د شاملو څانګو پر بنسټ د ۸ علمي غړو تشکیل.
-د زونونو د آمریتونو، د ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو/ښوونیزو ناحیو د ټیمونو د ټاکلو طریقه:
د ښوونکو د مسلکي روزنې او پراختیا ریاست د علمي غړو ګمارنه د تقرر د اسنادو پر بنسټ او د نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره کېږي، چې په یاده پروسه کې د دارالمعلمینونو استادانو او د پخواني جوړښت د ښوونیزې څارنې غړو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې پوهنې وزارت د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ، د ښوونکو د روزنې پخواني کارکوونکي او د پوهنې د څارنې غړي له دندو نه ګوښه کېږي او د اضافه بست کارکوونکو لپاره مناسب بستونه په پام کې نيول شوي دي.