ملي شل اوریز جام، چې د روانې غويي/ثور میاشتې پر ۱۰مه نېټه د بست، مسعینک، امو، سپینغر او بندامیر زونونو ترمنځ په کندوز کرېکټ لوبغالي کې پیل شوی و، نن (چهارشنبه، د غویي ۲۳مه) د بست لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د ياد جام په پای لوبه کې بست او مسعینک لوبډلې د لوبې ډګر ته ښکته شوې وې، چې بست د لوبې پچه وګټله او مسعینک ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
مسعینک په ټاکلیو ۲۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زیان ټولټال ۲۱۱ منډې جوړې کړې او سیالې بست لوبډلې ته یې ۲۱۲ منډې هدف ورکړ.
په دې پاڼۍ کې د مسعینک په ګټه ایمل شاهین ۷۳، ایجاز احمدزي ۴۳ او اصغر اتل ۳۹ منډې وکړې. اخوا بیا په توپاچونه کې بست ته عبدالله ترهخېل، اعجازالحق او زیت الله شاهین یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.
پر وړاندې یې بست لوبډلې د ۱۸ اورونو په لوبولو سره د نعمان شاه ۱۱۹ او د نجیب الله ځدراڼ ۴۳ منډو پر مټ ټاکل شوی هدف پوره کړ او د ۵ ویکټو په توپیر یې سیاله لوبډله ماته کړه.
نعمان شاه په ۱۱۹ نا سوځېدلو منډو د پایلوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

