د تخار – کندوز لویې لارې د بیارغونې او داغنیونې چارې د څه باندې ۱۵ میلونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او یو سړک جوړونې او ودانیز شرکت ترمنځ قرار داد شوی و، بشپړ او د تخار ولايت د ټولګټو رياست د رییس او یو شمېر سيمه ايزو مسولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په ياده پروژه کې د ۳۲ متره استنادي دېوال، یوه پایه پُلګوټي، ۵۴۶ متره وسپنيز کانکریټي لښتي رغول او دغه راز پر لوی پُل د ۲۸۹ متره په اوږد والي او اته متره پلنوالي سره، د اسفالټ اچونې کار هم شامل وو، چې دا مهال يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
د یادې پروژې د کار په جریان کې د سيمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د تخار – کندوز پر مسیر د تلونکو مسافرو ترانسپورتي ستونزې را کمې شوې دي.

