ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په اسلام‌کلا بندر کې د بې‌کیفیته توکو دوې محمولې بېرته وګرځول شوې

د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې په اسلام‌کلا بندر کې د وارداتي توکو د کیفیت د ارزونې او کنټرول د بهیر په ترڅ کې د ودانیزو او برېښنايي توکو دوې محمولې د کورنیو معیارونو سره د نه مطابقت له امله بېرته ګرځول شوې دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغو محمولو کې ۳۵ زره او ۲۰۰ کیلوګرامه تور سمنټ او ۲۰ زره او ۶۰ کیلوګرامه سولر تختې شاملې وې، چې د اسلام‌کلا بندر د معیار او کیفیت آمریت د تخنیکي کارکوونکو له لوري تر ارزونې وروسته بې‌کیفیته وپېژندل شوې او د هېواد بازارونو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.

د معیار او کیفیت ملي ادارې ټینګار کړی، چې د بې‌کیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي، د مصرفوونکو د خوندیتوب او د بازارونو د کیفیت د تضمین لپاره خپلو څارنیزو او کنټرولي فعالیتونو ته دوام ورکوي.