ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سږ کال له پنجشېر څخه شاوخوا ۱۳۰ ټنه ګیلاس ترلاسه شوي

د پنجشېر ولایت ځايي مسوولین وایي، چې د روان لمریز کال په ترڅ کې د دغه ولایت له باغونو څخه شاوخوا ۱۳۰ ټنه ګیلاس ترلاسه شوي او ۲۰ ټنه نور یې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادرېدو لپاره چمتو شوي دي.

د پنجشېر د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا، دغه اندازه حاصلات له نږدې ۳۶۳ هکټاره باغونو څخه راټول شوي او ټولیز ارزښت یې له ۱۳ میلیونه افغانیو څخه زیات اټکل شوی دی.

مسوولین زیاتوي، چې په دې وروستیو کلونو کې د ګیلاسو د باغونو پراختیا، د اصلاح شویو نیالګیو وېش او د بڼوالۍ د فعالیتونو پراخېدو د دې محصول په تولید کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته کړی دی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پنجشېر ګیلاس کابل ته تر لېږد وروسته د اوزبیکستان، قرغزستان، روسیې، چین او متحده عربي اماراتو په ګډون بهرنیو بازارونو ته صادریږي.

د پنجشېر د کرنې ریاست ویلي، چې د ګیلاسو د راټولولو موسم لا هم روان دی او په راتلونکو اوونیو کې د حاصلاتو د کچې د لا زیاتېدو احتمال شته.