ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال د هرات زندان عمومي وضعیت ارزولی

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د غړو په مشرۍ هرات ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د زندان عمومي وضعیت ارزولی او له یو شمېر محبوسینو سره یې خبرې کړې دي.

د ارګ د خبر پاڼې له مخې، په دې ارزونه کې د پلاوي غړو د زندان له بېلابېلو بلاکونو لیدنه کړې او د محبوسینو عمومي وضعیت، اداري چارې، روغتیایي خدمات، ښوونه او روزنه، د خوړو وېش، د ساتنې شرایط، د ستونزو د حل بهیر او نورې اړوندې چارې یې له نږدې کتلي او ارزولي دي.

ورته مهال مولوي عبدالسلام حنفي له یو شمېر محبوسینو سره د لیدنو او خبرو پر مهال د هغوی غوښتنې او ستونزې اورېدلي او د زندان مسولینو ته یې لارښوونه کړې، چې د اسلامي شریعت د احکامو له مخې د محبوسینو حقوق په بشپړ ډول رعایت کړي.

نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د محبوسینو د ساتنې، ښوونې او روزنې او روغتیایي خدماتو د وړاندې کولو شرایط دې ښه شي، اړینې اسانتیاوې دې برابرې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره دې لا ډېره پاملرنه وشي.

په پای کې، د هرات زندان مسولینو ډاډ ورکړی، چې د محبوسینو لپاره د غوره خدماتو د برابرولو او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.