د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کړې ده.
د کرنې وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د نړیوال نندارتون د جوړېدو، په دغه نندارتون کې د ایراني شرکتونو او سوداګریز پلاوي د ګډون او د هغوی د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه خبرې شوې دي.
مولوي عطاءالله عمري په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د کرنیزو او سوداګریزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او بېلابېل عضوي کرنیز محصولات لري.
نوموړي زیاته کړې، د نندارتونونو له جوړولو څخه موخه دا ده چې د افغانستان کرنیز محصولات د سیمې او نړۍ بازارونو ته ور وپېژندل شي او د صادراتو لپاره ورته نوي بازارونه وموندل شي.
د کرنې وزیر همداراز ویلي، پاکستان ته د افغانستان د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، ایران له اسلامي امارت سره ښې سوداګریزې اړیکې ساتلې او خپلې پولې یې د افغانستان د سوداګرۍ پر مخ پرانیستې پرېښې دي.
په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د یاد نندارتون جوړېدل د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ښه فرصت بللی دی.
نوموړي ویلي، ۳۲ ایراني شرکتونو په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره غرفې نیولې دي او ۲۰ نور ایراني شرکتونه به هم له غرفې پرته په نندارتون کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړیوال نندارتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري له ۲۰مې تر ۲۵مې نېټې پورې، د کابل ښار په چمن حضوري کې د افغانستان د نړیوالو نندارتونونو په مرکز کې جوړ شي.

