د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي.
ښاغلي متقي د جاپان هېواد له لوري افغانستان سره د ۱۰۶ میلیونه ډالره مرستې او د دواړو هېوادو ترمنځ په ښو ډیپلوماتیکو اړیکو خوښي وښوده.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له تاکاشي اوکادا غوښتي، چې له نشهیي توکو سره په مبارزه، اداري فساد، د امنیت ټینګښت او نورو بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې وکړي او د اسلامي امارت کړنې تر نړیوالو ورسوي.
د جاپان هیواد سفیر ښاغلي تاکاشي اوکادا ویلي، چې جاپان له نړیوالې ټولنې سره په دې اړه خبرې کوي، چې څنګه کولای شو د افغانستان اقتصاد پیاوړی کړو.
نوموړي زیاته کړې، چې جاپان هیواد په پام کې لري افغانستان کې د کوکنارو د بدیل، د روږدو درملنې او نورو برخو کې خپله مرستې لا زیاتې کړي.