ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولې ادارې به د تدارکاتو کمیسیون له منظوري وروسته د پروژو قراردادونه لاسلیکوي

ټولې ادارې مکلفې دي چې د خپلو پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو ادارې له لارې د کمیسیون له منظوري وروسته لاسلیک کړي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال او د ملي تدارکاتو کمیسیون رییس ملا عبدالغني برادر په مشري لومړۍ غونډه ترسره کړه.

په دې غونډې کې د مالیې وزارت، عامې روغتیا وزارت، کابل ښاروالۍ او برېښنا شرکت له لوري د ملي تدارکاتو ادارې ته له وړاندې شویو ۱۳ قراردادونو یې اووه د کمیسیون له لوري منظور شول.

په یادو قراردادونو کې د توکو پېرل او د خدماتو او بیارغونې پروژې شاملې دي.

دغه راز په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له دې وروسته هېڅ اداره د ملي تدارکاتو کمیسیون له منظوري پرته خپلې پروژې په قرارداد نشي ورکولای.

ټولې ادارې مکلفې دي چې د خپلو پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو ادارې له لارې د کمیسیون له منظوري وروسته لاسلیک کړي.