که امریکا اوکراین ته د هوايي دفاع پرمختللي توغندي ولېږدوي، مسکو به دا یو پاروونکی اقدام وګڼي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې که امریکا اوکراین ته د پیټریټ په نامه د هوايي دفاع پرمختللي توغندي ولېږدوي، مسکو به دا یو پاروونکی اقدام وګڼي او په وړاندې به یې غبرګون ته اړ شي.
د دې وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، چې د مسکو د هوايي بریدونو سره د مبارزې لپاره به د پیټریټ توغندیو لېږد د روسیې په لس میاشتنۍ جګړه کې د امریکا رول نور هم پیاوړی کړي، چې احتمالي عواقب به ولري.
هغې نه دي ویلي چې د روسیې غبرګون به څه وي، خو زیاته کړې یې ده چې واشنګټن باید د مسکو له خبرداري څخه سمه پایله واخلي.
نوموړې زیاته کړې، چې واشنګټن له وړاندې په اغیزناک ډول د جګړې په یوه اړخ بدل شوی دی.