ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند د کرنیزو محصولاتو په ۳۰م پسرلني نندارتون کې؛ د هېواد صنعتي کېدو په موخه د ملي پراختیا ستراتیژي جوړوو

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کرنیزو محصولاتو په دېرشم پسرلني نندارتون کې ګډون وکړ.

دغه نندارتون چې نن د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۲مه نېټه د کابل په بادام باغ څېړنیز فارم کې جوړ شوی و، یو شمېر امارتي مسولینو، د خصوصي سکټور استازو او بزګرانو پکې شتون درلود.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د نندارتونونو ارزښت ته په اشارې سره ویلي؛ حکومتونه هڅه کوي چې د خپلو محصولاتو د معرفي کېدو او هغو ته د بازارموندنې په موخه په کور دننه او بهر کې نندارتونونه جوړ کړي، چې اسلامي امارت هم دا لړۍ پيل کړې ده.

د ملا عبدالغني برادر اخوند په وینا؛ د نندارتونونو له لارې د یو هېواد سوداګري وده کولی شي او په دغه برخه کې پانګونې ته هم زمینه برابرېږي.

نوموړي زیاته کړې زیاته کړې؛ افغانستان پراخه کرنیزې ځمکې او د خړوبولو لپاره یې پرېمانه اوبه لري، خو بیا یې هم د کرنیزو توکو د تولید کچه کمه ده، چې په خبره یې، د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د افغان متخصصینو په مرسته عملاً د هېواد د ملي پراختیا پر ستراتیژۍ کار روان کړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له منظورۍ وروسته به عملي او په وسیله به یې وتوانېږو چې د افغانستان کرنه میکانیزه او هېواد به د صنعتي کېدو په لور سوق کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي؛ اسلامي امارت د صنعت سکټور ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم د لومړیتوب په ورکولو سره د اوبو مدیریت ته پاملرنه کړې او په هېواد کې یې د اوبو له مدیریت او خپل مشروع حق څخه د استفادې په موخه سترې او بیزې پروژې پیل کړې دي.

ښاغلي برادر اخوند ټولو هېوادوالو او په ځانګړي ډول بزګرانو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د هېواد د کرنیز سکټور د پياوړي کولو په موخه عملاً په مهمو پلانونو کار کوي، چې په پلي کېدو سره به یې د هېواد اقتصادي وده پياوړې او د خلکو د ژوند کچه به ورسره ښه شي.

د کرنیزو محصولاتو ۳۰م نندارتون د کرنیزو محصولاتو او صنعتي تولیداتو ته د بازارموندنې، د کرنیز سکټور د پياوړتیا او له کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی، چې په ۲۶۳ غرفو کې مختلف توکي پکې نندارې ته وړاندې شوي.