د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر ښاغلي سیریک ژومان ګارین او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
کورنیو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې پر امنیتي وضعیت، د نشهیي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې، ټرانزیټ او ټیکنالوژۍ تر څنګ د سیاسي، اقتصادي اړیکو پر پراختیا او سیمهییزو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
دغهراز په دې لیدنه کې دواړو لوریو ټینګار کړی، چې دا مهال په افغانستان کې د سوداګرۍ د پراختیا او پانګونې لپاره مناسب چاپېریال رامنځ ته شوی دی، چې باید د دواړو ملتونو د پرمختګ په موخه ترې استفاده وشي.

