ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: علما دې د قومونو ترمنځ، د یووالي په پیاوړتیا کې لا هڅاند شي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بغلان، جوزجان او فاریاب ولایتونو یو شمېر علماوو سره لیدنه کړې.

د یادو ولایتونو علماوو د ټولنیز، اقتصادي او محلي حکومتولۍ وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.

علماوو ویلي، د اسلامي امارت د رهبرۍ د هڅو او کوښښونو او د مجاهدینو د سرښندنو په پایله کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی او مسولین پر وخت د خدمتونو رسولو او د هېوادوالو د ستونزو د حلولو کوښښ کوي.

دغه راز یې غوښتنه کړې؛ چې اسلامي امارت دې د مدرسو او ښوونځیو پیاوړتیا، د مجاهدینو وضعیت او ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د سراسري امنیت ټینګښت، د ټولنیزې هوساینې او شغلونو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت به شویو وړاندیزونو ته رسېدنه وکړي او د هېواد له ټولو علماوو او مجاهدینو یې غوښتي، چې د اسلامي نظام او د بېلابېلو قومونو ترمنځ د یووالي په پیاوړتیا کې لا زیات هڅاند واوسي.