ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

احصايې او معلوماتو ملي اداره: لغمان کې تېر کال نږدې ۷۶زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د لغمان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۷۵ زره او ۸۳۴ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۳۴ زره او ۳۸۴ برېښنایي او ۴۱ زره او ۴۵۰ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د یاد لايت د احصايې او معلوماتو رییس مولوي عبدالحی حقاني ویلي، هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د برېښنایي او کاغذي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې یو زر او ۶۴۴ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۱۹ زره او ۳۹۱ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (زېږون کارتونه، د مړینې پارچې، ودونو او طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د لغمان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنایي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي، چې لومړۍ څانګه په درېیمه ناحیه اداري کمپلکس او دویمه څانګه د مهترلام ښار دویمه ناحیه کې موقعیت لري.
په یادو څانګو کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو له وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه (مثنی پېژندپاڼې وېش، د زېږونونو، ودونو او طلاق ثبت او د پېژندپاڼې نوې کول) هم وړاندې کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.