خوست کې د څه باندې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د چکډمونو اته پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د یادو پروژو د پرانیستو مراسم د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالي کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رییس انجنیر حبیب الرحمن حقپال، د یاد ولایت سیندیزې فرعي حوزې رییس، سیمه ییزو مسولینو او ګڼ شمیر قومي مشرانو په شتون کې ترسره شو.
ملا عبداللطیف منصور د یادو پروژو د پرانیستي پر مهال په ټول هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت یو الهي نعمت بللی او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خلک باید د یاد نعمت قدر وکړي؛ ځکه چې د یاد نظام تر چتر لاندې هم امنیت او هم د اقتصادي پرمختګ زمینه برابره شوې ده.
نوموړي ویلي؛ چې په خوست ولایت کې ټولې ۱۳ پروژې په پام کې نیول شوي، چې له هغې جملې څخه اته پروژې بشپړې شوې، دوې پروژې تر کار لاندې دي او درې نورې پروژې ډیزاین شوې او قرارداد ته چمتو دي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې په یاد ولایت کې د خاورې د ورستېدو د مخنیوي، د سیلابونو د خطرونو د کمولو، د باران اوبو د زیرمه کولو او د اوبو سرچینو د پیاوړتیا په موخه پلي کیږي.
د یادو اتو پروژو په پلي کېدو سره څه باندې ۵۳ زره متره مکعب اوبه زیرمه او همدارنګه، په مستقیمه توګه نږدې ۱۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

