ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو او پټرولیم وزارت له دوه کورنیو شرکتونو سره د څه‌باندې ۳۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کانونو استخراج تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د کابل جګدلک د یاقوتو کان، چې ۶.۸۹۵ کیلومټره مربع مساحت لري د ۲۷.۵ میلیونه ډالرو په پانګونې سره او د هرات ولایت باریت کان، چې ۵.۷۵ کیلو مټره مربع مساحت لري د پینځه میلیونه، ۹۹۰ زره او ۴۴۴ ډالرو په پانګونې سره د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي، یو شمېر رییسانو په ګډون د دوو کانونو د ویستنې او پروسس شرکتونو سره لاسلیک کړل.

شیخ شهاب الدین دلاور ویلي؛ یاد دوه کانونه د ۱۵ کلونو لپاره په دې شرط په قرارداد ور کړل شوي، چې خپلې ژمنې به عملي کوي او د کانونو د قانون او طرزالعمل سره سم به خپلې کړنې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، چې د جګدلک یاقوت کان په برخه کې د اسلامي امارت ونډه ۴۴ سلنه او د هرات باریت کان کې ۵۰ سلنه پروسس شوې ونډه لري.