د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره د اوزبیکستان د ټرانسپورټ وزیر ښاغلي الهام محکموف، د یاد هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف او مل پلاوي لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، د سیمه ییز اتصال ټرانزیټي پروژو، سوداګرۍ، ګډې پانګونې، کلتوري او په سیمه کې د افغانستان او اوزبیکستان پر ټرانزیټي رول او اهمیت خبرې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر په سیاسي او اقتصادي مسایلو کې د اوزبیکستان له ملاتړي رول مننه کړې او د دې هڅو پر دوام او پراختیا یې ټینګار کړی.
مولوي امیر خان متقي ویلي؛ افغانستان وروسته له اوږدې مودې د امن مسیر ته راګرځېدلی او دا د اوزبیکستان، نورو ګاونډیو او سیمې لپاره یو ښه فرصت دی چې ورڅخه استفاده وکړي او د اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیمه ییز اتصال پالیسي چې نه یواځې افغانستان بلکې ټولو ګاونډیو او سیمې لپاره به د اقتصادي او امنیتي ثبات زیري ولري ملاتړ وکړي او د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدو لپاره شته هڅې نورې هم چټکې کړي.
د اوزبیکستان د ټرانسپورټ وزیر ویلي؛ دا ځل له یو قوي تخنیکي ټیم سره چې د خصوصي سکټور سربیره د اوسپنې پټلۍ، جیولوجي او معدن تکړه انجنیران یې ملتیا کوي کابل ته راغلي یو او غواړو افغانانو ته ښه زیري ولرو.
الهام محکموف زیاته کړې؛ د اوزبیکستان جمهور رییس او رهبري افغانستان ته جدي پاملرنه لري او غواړم د رهبري په استازيتوب تاسې ته ډاډ درکړم، چې موږ د اسلامي امارت له هغې پالیسۍ ملاتړ کوو چې غواړي افغانستان د سیمې پر ټرانزیټي مرکز بدل شي.
ښاغلي محکموف ویلي؛ د افغان – ټرانس پروژې عملي پېل او امکان سنجۍ لپاره یې د انجنیرانو یو ټیم له ځان سره راوستی او په همدې اونۍ کی یې په تعقیب بل پلاوی سره له تجهیزاتو افغانستان ته راځي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او نورو اړونده ادارو سره به عملا خپل کار پېل کړي.
د دې ترڅنګ مو یو بل ټیم د جیولوجي او معدن برخه کې ملتیا کوي او دوی به د افغانستان معادنو او پټرولیم وزارت چارواکو سره مجالسونه ولري چې د نفتو، ګازو اکتشاف او ویستنې او همدا راز نورې هغه برخې چې اسلامي امارت اړونده اداراې یې را په ګوته کړي؛ موږ عملي کار ته چمتو یو.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ ګمرکي او سرحدي خدمتونه ۲۴ ساعته کولو ته چمتو یو او بل دا چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ټرانسپورټي او ټرانزیټي خدمتونه نور هم وده وکړي، ټرانسپورټي او ټرانزیټي تعرفې را ټیټې کړو.
مولوي امیر خان متقي د اوزبیکستان له نیکې ارادې او د اقتصادي سیاسي اړیکو پیاوړتیا برخه کې د اوزبیکستان د جمهور رییس او ټول ټیم له جدیت نه مننه کړې او ویلي يي دي؛ افغان سوداګرو او ټرانسپورټي برخې کارکونکو ته د ویزو د ورکړي تسهیل یو ښه پرمختګ دی، دا لړۍ روغتیایي، تعلیمي برخې او بلاخره عامو افغانانو له لپاره د سیاحت ویزو برخې ته هم وغځېږي.
عصمت الله ایرګشوف د وروستیو سیلابونو او افغانانو ته د اوښتي زیان له امله د تسلیت مراتبو په وړاندې کولو سره ویلي؛ موږ د یوه مسلمان ورور او ګاونډي په صفت دغه برخه کې چې هر ډول مرسته وکولای شو د افغانانو او اسلامي امارت لاسنیوي ته چمتو یو.
نوموړي زیاته کړې؛ اوزبیکستان د اسلامي امارت دا غږ بدرګه کوي چې افغانستان، اوزبیکستان او نور ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید اقتصادي ځان بساینې ته د رسېدو په موخه اقتصادي موضوعات د سیاسي هغو قرباني نکړي.
همداراز یې د ویزو برخه کې ویلي؛ افغان موټر چلوونکو او سوداګرو ته د ویزو وېش لړۍ یې پېل کړې او اوس دوی ته په کثیر المدت ویزو او ضمن کې پردې هم کار کوو چې افغانانو ته تعلیمي، روغتیایي او بلاخره زیارت (سیاحتي) ویزو لړۍ هم پېل کړو.
نوموړي زیاته کړې؛ له افغانستان نه د څه باندې یو ملیون ټن ډبرو سکرو خریدارۍ لپاره یې نږدې راتلونکي کې تخنیکي ټیم کابل ته راتلونکی دی او په مزار شریف کې د امام البخاري مدرسې ساختماني چارو پېلېدو لپاره به هم انجنیران ډیر ژر افغانستان ته راشي.
ایرګشوف چمتوالی ښودلی، چې اوزبیکستان تیار دی د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ګډه د تاریخي اماکنو او زیارتونو په تعمیر او ترمیم کې په ګډه کار وکړي.

