ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: له اسلامي امارت سره د سیمې هېوادونو تعامل کې زیاتوالی راغلی

د جاپان سفیرتاکويوشي کورمایا د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او جاپان پر دوو اړخیزو اړیکو، په ځانګړې توګه د جاپان د بشري مرستو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه خبرې شوي دي.

د بهرنیو چارو وزیر جاپان سره د افغانستان اړیکې تاریخي بللي او د دوو اړخیزو اړیکو د لا پراختیا هیله یې څرګنده کړې ده.

مولوي امیر خان متقي د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د اسلامي امارت د بهرنیو اړیکو د پراختیا په اړه ویلي، د اسلامي امارت په تړاو د سیمې د هېوادونو د درک کچې له لوړېدو سره تعاملات زیات شوي دي.

ښاغلي متقي افغانانو سره د جاپان له بشري مرستو مننه کړې او په ننګرهار کې د تتسو ناکامورا د کار بشپړتیا یې ښه پرمختګ بللی دی.

د جاپان سفیر ویلي؛ هېواد یې د افغان حکومت لاسته‌راوړنې درک کوي او له همدې امله یې سفارت پرانیستی دی، ترڅو افغان حکومت سره له نژدې کار وکړي او ځمکني واقعیتونه خپل حکومت او ولس ته منعکس کړي.

 تاکویوشي کورمایا په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو په پایله کې د تلفاتو او ویجاړیو له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

همداراز د جاپان سفیر د دوحې په راتلونکې ناسته کې د افغان حکومت ګډون مهم بللی او زیاته کړې یې ده، د افغان حکومت له هوکړې پرته د ځانګړي استازي ګومارنه واقعبینانه نه ده.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د دوحې ناستې په اړه مثبت نظر لري او د خاص استازي ګومارنه بې‌اړتیا چاره بولي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، د نویو میکانیزمونو پر ځای په کار دي چې د شته دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې د افغان حکومت سره پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې اترې وشي.