د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له علماوو، ځايي مسولینو او خلکو سره لیدنه کړې.
د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د شریعت پر تطبیق، د اسلامی نظام پر پیاوړتیا او د شر په مخنیوی ټینګار کړی.
د کاپيسا والي ښاغلي حنفي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلامي نظام بنسټ او بريا د افغانستان د خلکو د سرښندنو نتيجه بللې او ژمنه يې کړې، چې د دغه ولايت ځايي اداره به د اسلامي نظام د ټينګښت او خلکو ته د خدمت په موخه کار او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.
بله خوا بیا په دې غونډه کې برخه والو علماوو د خلکو په استازیتوب له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له چارواکو یې وغوښتل چې د خلکو اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

