د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه یي خدمتونو ادارې (UNOPS) اجراییوي رییس جورج مورییرا داسیلوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
جورج مورییرا داسیلوا په خپلو خبرو کې د یاد بنسټ د پروژو په پلي کېدو کې د افغانستان اسلامي امارت پر همکارۍ خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي؛ د (OPS) بنسټ د ملګرو ملتونو سازمان هغه ستر پروګرام دی، چې په افغانستان کې د اجتماعي مرستو ترڅنګ د زېربنا او کرنیزو ځمکو ته د اوبه خور د رامنځته کېدو په برخه کې فعالیت کوي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې تر ۹۰ زیاتو ولسوالیو کې ۱.۳ میلیونه کورنۍ له اجتماعي مرستو برخمنې شوي، دغه راز د هرات ولایت زلزله ځپلو سره هم د دې موسسې له لورې مرستې شوي چې کورونه او سرپناوې ورته جوړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه یي خدمتونو ادارې اجراییوي رییس ویلي؛ ټاکل شوې د یاد ارګان له لورې د سولري پمپونو په نصبولو سره د کرنیزو ځمکو خړوبولو په برخه کې نوې پروژه پیل شي، چې دا کار د اسلامي امارت همکارۍ ته اړتیا لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه یي خدمتونو اجراییوي رییس او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له افغانانو سره د دې ارګان د فعالیتونو او مرستو قدرداني کړی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې (UNOPS) له فعالیتونو د ملاتړ ترڅنګ د دې ارګان د پروژو تطبیق ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.
نوموړي زیاته کړې؛ دې ته په پام چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ټینګښت، د نشه یي توکو کر، قاچاق، سوداګرۍ او استعمال، د اداري فساد محوه کولو او اقتصادي پراختیا په برخو کې ډېر کار شوی، نو لازمه ده چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت په برخو کې د پراختیايي پروژو د پلي کېدو له لارې ځوانانو ته د کارموندنې د زمینې د رامنځته او نورو برخو کې همکاري وکړي.

