د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير په دوو بېلابېلو لیدنو کې د پکتیکا او پکتیا له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.
په لومړۍ لیدنه کې د پکتیکا قومي مشرانو په دغه ولایت کې د پوهنې، روغتیا او سړک رغولو ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې د ولسونو ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه د حل په موخه شریک کړي دي.
دوی په یاد ولایت کې د نیمګړو پروژو د بیا پیل او په ليرې پرتو سیمو کې روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي زمینې برابرولو په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
همدارنګه په يوه بله لیدنه کې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او مخورو د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې او وړاندیزونه شریک او په ياده ولسوالۍ کې يې د رغنيزو پروژو د عملي کولو غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي نظام څرنګوالي ته په اشارې ویلي، هر وګړی کولی شي په زغرده خپلې غوښتنې د اسلامي امارت له مسولینو سره شریکې کړي.
مولوي عبدالکبير اسلامي امارت د افغان ولس خادم بللی او زیاته کړې یې ده، حکومت له توپیر پرته ټولو سیمو ته یو شان خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت د پوهنې سکتور ته د ټولنې د مهمې برخې په توګه پام کوي او هڅې روانې دي څو د هر کال په تېرېدو سره افغان ولس ته غوره خدمتونه وړاندې او لیرې پرتو سیمو ته د پوهنې لمن پراخه شي.

