ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره: تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۷۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د غویي مياشتي له ۲۱مې څخه د غويي تر ۲۷مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۰ زره او ۵۲۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۴۸ زره او ۹۲۱ټنه، د اقینې بندر له لارې اته زره او ۲۸۲ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۳ زره او ۳۲۴ټنه انتقالات چې ټول۷۰ زره او ۵۲۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
همداراز د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې درې زره او ۲۶۲ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
د یادې ادارې په وینا؛ هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.