د افغانستان بانک رییس هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې روزماري دیکارلو سره لیدنه کړې او د افغانستان د اقتصادي وضعیت، مالي او بانکي سکتور په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.
لیدنه کې د افغانستان بانک رییس د هېواد ټولیز اقتصادي وضعیت روښانه کړی او په مالي او بانکي برخو کې یې د لاسته راوړنو، ننګونو او حل لارو په اړه مفصلې خبرې کړي دي.
هدایت الله بدري ویلي؛ د نړیوالو هېوادونو له لوري د افغانستان پر بانکي سکتور بندیزونو د هېواد پر مالي ثبات منفي اغېز کړی او ډېر زیان یې خلکو ته رسېدلی دی، دې چارې د خلکو د پېر ځواک کمزوری کړی او د دې بندیزونو له امله د نړیوالو مالي او بانکي سیستمونو سره د افغان بانکونو لاسرسی له خنډ سره مخ شوی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ که څه هم د افغانستان بانک په ډېر ستونزمن حالت کې په بانکي سکتور کې د نقدینګۍ ستونزې په ډېر ښه ډول حل کړې، په دې برخه کې پرمختګ رامنځته شو او ورځ تر بلې یې وضعیت ښه کېدونکی دی، خو د نړیوالو بندیزونو شتون د دې لامل کېږي چې نړیوالې راکړې ورکړې د افغانستان بانک د قوانینو، مقرراتو او پالیسیو پر خلاف د غیر رسمي چینلونو له لارې تر سره شي.
ښاغلي بدري له نړیوالو بندیزونو څخه د افغانستان د بانکي سکتور خلاصون د بشر حق یاد کړی او دا یې د ټولو افغانانو غوښتنه بللې ده.
د افغانستان بانک رییس د مالي خدمتونو پراختیا د ارزښت وړ یاده کړې او په دې برخه کې یې د نړیوالو هېوادونو په ځانګړې توګه د مالي او بانکي بنسټونو همکاري مهمه بللې.
د نوموړي په وینا؛ د افغانستان بانک د اسلامي اصولو په رڼا کې د کوچنیو پورونو د ورکړې او مالي خدمتونو د پراختیا لپاره جامع او قانوني چوکاټ رامنځته کړی دی، تر څو خلک و کولی شي په اسانه شرایطو سره کوچني پورونه تر لاسه کړي او کاروبارونه یې وده وکړي.
ښاغلي بدري د خپلو خبرو پر دوام ویلي؛ کوچني مالي تمویلات د ټولنې په اقتصادي ودې، دندو پیدا کولو او زیات شمېر نورو برخو کې مرسته کوي، مونږ هیله لرو چې نړیوال بنسټونه به دې برخې ته پام وکړي او په دې وسیله به د افغانستان په اقتصادي رغښت او د بشر د حقوقو په اداینه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.
همداراز غونډه کې د افغانستان د اسعاري زېرمو د خلاصون په اړه هم مفصلې خبرې شوي او د اسعاري زیرمو کنګل پاتې کېدل د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګ په زیان یاد شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې روزماري دیکارلو له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام ژمنه کړې.
روزماري دیکارلو په اقتصادي وده کې بانکي سکتور د ارزښت وړ یاد کړی او ویلي يي دي؛ په افغانستان کې د مالي شمولیت پراختیا، د کوچنیو پورونو ورکړه، د اسلامي تمویلاتو په برخه کې د نړیوالو هېوادونو له تجربې ګټه اخیستل او د خصوصي سکتور پیاوړتیا ډېر مهم موارد دي چې ګډ کار ته اړتیا لري.
د یادونې وړ ده، چې په دې لیدنه کې ملګرو ملتونو د سر منشي له مرستیالې سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا، مل پلاوي او د افغانستان بانک د بېلابېلو امریتونو امرینو هم ګډون درلود.

