ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت به د دوحې په درېیمه غوڼده کې د خپل درېځ د منلو په شرط ګډون وکړي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې روز ماري ډیکارلو، په کابل کې د یوناما له مشرې روزااتومبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په یاده ناسته کې د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو وزیر ملا نورالله نوري هم شتون درلود.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري ډیکارلو په افغانستان کې له شته پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي ښودلې او ویلي یې دي، افغانستان کې د پام وړ پرمختګونه او مثبت بدلونونه راغلي دي.

نوموړې له ولسونو سره د سیاسي مرستیال له لیدنو خوښي څرګنده کړې او له افغانانو سره یې د ملګرو ملتونو د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د دوحې راتلونکې ناستې په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړی او ویلي یې دي، د دوحې ناستې ته د نړیوال بانک په ګډون یو شمېر سازمانونه او هېوادونه هم دعوت شوي دي.

روز ماري ډیکارلو اسلامي امارت ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې او ویلي یې دي، چې په یاده ناسته کې د ګډون  لپاره د اسلامي امارت شرطونه درانه نه دي.

 نوموړې هیله ښودلې، چې د اسلامي امارت پلاوی هم په دې ناسته کې ګډون وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې زیاته کړې، د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ د اړیکو د پراختیا او تعامل د عادي کولو لپاره ښه زمینه وي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له افغانانو په ځانګړي ډول د وروستیو سېلابونو له زیانمن شوو کورنیو سره د ملګرو ملتونو له مرستو څخه مننه کړې.

مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د افغانستان پر ټوله جغرافیه حاکم دی، مسولین له نېږدې خلکو سره په اړیکه کې دي، د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي او د اقتصادي پیاوړتیا لپاره بنسټیزې هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا مهال په ټول افغانستان کې یو مرکزي حکومت حاکم دی، چې یو امیر لري او اطاعت یې کېږي.

سیاسي مرستیال څرګنده کړې، اسلامي امارت په تېرو څه کم دریو کالو کې په خپلو ژمنو عمل کړی، داعش ختم  شوی او له افغانستان څخه هیچا ته ګواښ نه دی متوجه شوی.

نوموړي ویلي؛ د دوحې تېره ناسته د تنظیموونکو د ځینو نیمګړتیاوو له امله نیمګړې وه او هیله یې ښودلې، چې که په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت دریځ ومنل شي دوي به پکې ګډون وکړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، اسلامي امارت له نړیوالو سره د ستونزو رامنځته کېدل او دوام یې نه غواړي، بلکې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.

 نوموړي ټینګار کړی، چې د یوناما په شتون کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي شتون ته اړتیا نه شته.