ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت: رسنۍ باید د ټولنې او ځوان نسل په اصلاح کې ونډه واخلي

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي او د ياد وزارت یو شمېر لوړ رتبه چارواکو د هېواد له مبصرینو، د امارتي ادارو له ویاندویانو او  شخصي رسنيو له استازو سره د همغږۍ او همکارۍ په پار ناسته کړې.

ناسته کې شیخ محمد خالد الحنفي د هېواد له مبصرینو او رسنیو د استازو له همکارۍ چې له یاد وزارت سره يې ترسره کړې مننه کړې او ویلي يي دي، زمونږ تاسو ټولو ګډ مسوليت دی چې د غرب د شومو پلانونو پر وړاندې مبارزه وکړو او پرې نه ږدو چې  اسلامي نظام مو تخريب او ځوان نسل مو ګمراه کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ رسنۍ د منبر او محراب حيثيت لري، لکه څرنګه چې علما د منبر او محراب څخه د ټولنې اصلاح کوي؛ رسنۍ هم باید د خپلو نشراتو له لارې د ټولنې او ځوان نسل په اصلاح کې خپله ونډه واخلي او ټولنې ته داسې څه وړاندې کړي چې نوی نسل مو په اسلامي او افغاني فرهنګ سمبال وروزل شي او همداراز دې د داسې څه له نشرولو څخه ډډه وکړي چې له اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي.

نوموړي دغه راز له ټولو ګډونوالو غوښتي، چې خپله هره غوښتنه، د اصلاح په موخه نوکې او غوښتنې ورسره شریکې کړي، تر څو یی په ګډه د حل لاره پيدا او ستونزو ته یی د پای ټکی کېږدي.

د غونډې ګډونوالو خپلې ستونزې، غوښتنې او پيشنهادونه ورسره شریک کړي او د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت کړنې چې هر وخت یې د هېواد له مطرحه څېرو سره د ستونزو د حل او همکارۍ په  موخه ترسره کوي، د ستايلو وړ بللي او زیاته کړې یې ده، دغسي ناستې د ولس او مسولينو ترمنځ فاصلې له منځه وړي او ستونزو ته د حل لار پيدا کوي.

یاد وزارت تر دې وړاندې هم وخت په وحت د هېواد له نامتو څېرو او د رسنيو له استازو سره د همکارۍ او هماهنګۍ په پار ناستې کړي، ترڅو د هغوی له لاري ستونزې له نېږدې واوري او د حل په موخه یې ژر تر ژره اقدام وکړي.