ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي کابل کې د ایران سفير او د ولسمشر ځانګړي استازي ته تسلیت ورکړ

نن له غرمې مخکې په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر او ددې هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظمي قمي د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې دبهرنيو چارو وزير د جلالتماب ډاکتر سيد ابراهيم ریيسي، ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیر عبداللهیان او مل پلاوي د چورلکې د غورځېدو په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت او ولس د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام څرګند کړ او د الله تعالی له درباره شهیدانو ته د جنت الفردوس او د ایران ملت ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.

ښاغلي متقي د سیمه‌ییزو همکاریو په پراختیا کې او په ځانګړي توګه افغانستان سره د مرحوم ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ونډه ارزښتناکه بللې ده.

ورپسې ښاغلي قمي د افغانستان د حکومت او ولس د تسلیت له پیغام څخه د مننې په څرګندولو سره ویلي، چې د ایران حکومت او ولس د دغې پېښې په لومړیو شېبو کې د افغانستان د حکومت او خلکو د تسلیت پیغام ترلاسه کړی.

په پای کې ښاغلي قمي هم د افغانستان او ایران د ولسونو او حکومتونو ترمنځ اړیکې ښې بللې او ویلي یې دي، چې افغان لوري ته به د جنازې او تدفین د مراسمو په اړه د ایران اسلامي جمهوریت له وروستیو پرېکړو خبر ورکړي.