د افعانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمان اکه سره لیدنه کړې.
په پیل کې د سرپل والي د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي، امنیتي او محلي حکومتولۍ د وضعیت او د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړی دی.
محمدیعقوب عبدالرحمان اکه ویلي؛ د اسلامي امارت ځواکونو د شپه او ورځ هڅو او کوښښونو په پایله کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی او سیمه ییز مسولین هېوادوالو ته د خدمتونو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حلولو هڅه کوي.
د سرپل والي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت پاملرنې ته په اشارې په دغه ولایت کې د بندونو جوړولو، د سرکونو ترمیم او د کانونو اېستلو ته د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کړې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه د خوښي څرګندولو پرمهال د سرپل ولایت د محلي ادارې فعالیتونه، کړنې او لاسته راوړنې ستایلي دي.
ښاغلي حنفي ویلي؛ د امنیت ټینګښت، د هېوادوالو د ستونزو حل او هغوی ته د خدمتونو برابرول د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او لازمه ده، چې سیمه ییز مسولین په دې برخه کې زیاتې هڅې وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل والي د وړاندیزونو په اړه ویلي، اسلامي امارت به تر خپله وسه ورته رسېدنه وکړي.

