له نن څخه ۴۳ کاله مخکې د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه نېټه پخواني شوروي اتحاد د یوې ناسنجول شوې پریکړې او د ټولو منل شویو نړیوالو قوانینو خلاف له ځمکې او هوا پر افغانستان یرغل وکړ، دغه ورځ د اسلامي امارت له لوري د افغانانو لپاره د تورې ورځې او د ناورین د پیل تر نامه لاندې د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې ونمانځل شوه.
د ملي راډيو تلویزیون لوی رییس مولوي احمدالله وثیق په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د جهاد په دوره کې د یرغلګرو پر وړاندې د افغانانو اتلولي او سرښندنې وستایلې او دغه ورځ یې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د جنایتونو پیل وبلله .
د چارو ادارې سرپرست شیخ نورالحق انور د غونډې ګډونوالو ته په وینا کې وویل؛ سور لښکر او د هغوی لاسپوڅی حکومت د خپل یرغل په لومړیو ورځو کې د خلکو له مقاومت سره مخ شو، افغانانو په خپلې برحقې مبارزې سره ثابته کړه چې وارداتي، سیاسي او په باطلو ایدیولوژي ګانو باوري افکار په افغانستان کې ځای نلري .
په دې غونډه کې ویناوالو وویل؛ شورویانو پر افغانستان له خپل یرغل څخه پوره عبرت واخیست او په کلکې ماتې سره له افغانستان څخه ووتل، او د هغوی لاسپوڅي حکومت هم ډیر دوام ونکړ، په افغانستان د سرو لښکرو یرغل او په وړاندې د افغانانو بې ساری مقاومت دا په ډاګه کړه چې یواځې ملي یووالی او اسلامي ورورګلوي او اتحاد کولای شي چې یرغلګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.

