ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې بندي افغانان دې ژر تر ژره ازاد کړل شي

بهرنیو چارو وزرات پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو نیول او بندي کول دردوونکي ګڼي او وايي، چې دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغیز کوي او له پاکستانه یې غوښتي، چې ژر تر ژره دې بندي افغانان ازاد کړي.

بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي “په پاکستان کې د میشتو افغانانو په ځانګړې توګه مېرمنو، ماشومانو، سپینږیرو او ناروغانو نیول او زنداني کول دردونکي دي او د دواړو هېوادونو اړیکو ته ښه پایله نه لري. اړینه ده چې دا بندیان ژر تر ژره ازاد او یاد حالت پای ته ورسول شي.”

له بل لوري پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري ویلي، چې په دې هېواد او په ځانګړي توګه کراچي ښار کې د افغان کډوالو د نیولو او بند ته اچولو عکسونو اندېښمن کړي دي.

پاکستاني پولیسو یو شمېر افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ویزې نه لرلو له امله نیولي او بندیان کړي دي.

له دې سره سم د پاکستان په کراچي ښار کې د افغانستان د قونسلګري سرپرست ویلي، چې د دې کسانو د ازادولو لپاره هڅې روانې دي او تر پینځو ورځو به ۴۰۵ کسان له بنده ازاد شي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بشر حقونو کمیسیون هم ویلي و، چې د ښځو او ماشومانو په شمول څه باندې ۵۰۰ افغانان په پاکستان کې بندیان دي او له افغان دولت څخه یې غوښتي، چي افغانستان ته د دغو کسانو د بېرته ستنولو لپاره زمینه برابره کړي.