اسلامي امارت د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې غندلي او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
اسلامي امارت د پاکستاني چارو کو د څرګندونو په غبرګون کې د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي؛ “په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکي د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کوي، چې موږ یې د افسوس وړ ګڼو، د افغانستان اسلامي امارت تر خپله وسه هڅه کوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان او یا بل کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي او په مقابل کې یې پاکستان هم مسوولیت لري چې د شته وضعیت د حل لپاره هڅه وکړي او له بې بنسته او پارونکو څرګندونو ډډه وکړي. “
د کارپوهانو په وینا؛ پاکستاني چارواکي په دا ډول څرګندونو سره غواړي، چې له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه د وتلو لپاره د نړیوالې ټولنې پام خپل هېواد ته واړوي.
خو یو شمېر سیاسي کارپوهان له کابل او اسلام اباد غواړي چې ستونزې له ډیپلوماتیکو لارو هوارې کړي.
دوی وايي؛ پاکستان په ډېر حساس وضعیت کې قرار لري، دا هېواد نه شي کولای چې د تاوتریخوالي له لارې دغه کړکېچ پای ته ورسوي، ښه به دا وي چې له ګاونډي هېواد په ځانګړې توګه افغانستان سره د وضعیت په اړه خبرې وکړي، څو یوه مناسبه حل لاره ومومي.
تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و، چې که کابل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام ونه کړي، اسلام اباد ښايي د افغانستان په خاوره کې د هغوی پر پناهځایونو بریدونه وکړي. هغه موضوع چې د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت پاروونکې بللې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.

