د ميدان وردګو ولايت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د مڼې ګل ۲۲مه کلنۍ دوديزه مشاعره د ياد ولايت نرخ ولسوالۍ صد مردې په ښکلې دره کې ترسره شوه.
په دغه مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي، د چارو ادارې لوی رییس شيخ نورالحق انور، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال مولوي لطف الله خيرخوا، د ميدان وردګو والي قاري بختيار معاذ، د ولایتي ادارې ملکي او نظامي مسولینو، د هېواد له ګوټ ګوټ څخه سلګونه وتلو شاعرانو، ليکوالا نو او زرګونه محلي خلکو ګډون کړی وو.
د ميدان وردګو اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي حبيب الله مجاهد مېلمنو، د شعر او ادب مينوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ له دوی مننه کړې، چې د مڼې ګل مشاعرې کې د ګډون لپاره یادې لرې پرتې سیمې ته راغلي.
نوموړي ویلي، د مڼې ګل مشاعره یې د لري پرتو سيمو خلکو د خوښۍ، یوالي او باور فضا د لا ټينګښت په موخه جوړه کړې.
د مشاعرې په بهير کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې ستایلي او شاعرانو، نعت ويونکو، او ليکوالانو ته یې د ښه راغلاست تر څنګ په تېر ۲۰ کلن جهاد کې د اشغالګرو په وړاندې د دوی له فکري مبارزې د قدر وړ بللې دي.
ښاغلي عزیزي ویلي، په دغه شان لويو غونډو او مشاعرو کې د ولس پراخ ګډون له اسلامي امارت سره د ولس بې کچې مینې او خواخوږۍ څرګندونه کوي.
په یاده مشاعره کې د هېواد پياوړو شاعرانو او نعت خوانانو، ليکوالانو او د ادب او فرهنګ مينوالو خپل شعرونه او نظمونه د مشاعرې ګډونوالو ته اورولي دي.
د یادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ميدان وردګو ولایت کې د مڼې ګل کلنۍ دوديزه مشاعره د دغه ولایت په ولسوالیو کې تر سره کيږي، چې زرګونه مینهوال پکې ګډون کوي.