د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د تهران او واشنګټن مرکچي پلاوي «د جنګ ختمولو هوکړې ورستۍ کولو ته بیخي نږدې شوي دي.»
ټرمپ له سيبياېس سره په خبرو کې زیاته کړې، چې وروستۍ هوکړه به اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي او د غني شویو یورانیمو موضوع به هم په «قناعتوړ» ډول مدیریت شي.
هغه تر دې وړاندې هم هیله څرګنده کړې وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې هڅې به پایله ورکړي او داسې هوکړه به وشي، چې د ټولو لوریو په ګټه وي.
دغهراز د امریکا د ولسمشر مرستیال جي ډي وېنس تېره اوونۍ ویلي وو، چې امریکا او ایران په خپلو خبرو کې «د پام وړ پرمختګ» کړی او هېڅ یو لوری د جګړې غوښتونکی نه دی.
له بلې خوا ایراني چارواکو د ټرمپ څرګندونو ته په احتیاط غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی، چې تهران به د خپلو «ملي حقونو» پر سر جوړجاړی ونه کړي.
همداراز سپاه پاسداران ته نږدې فارس خبري اژانس وروستۍ هوکړې ته د نږدېوالي ادعا «له واقعیت لرې» بللې ده.

