د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار چې یو ټرانزیټي او مواصلاتي ښار دی، د نفوسو کچه یې ورځ بلې ته مخ پر زیاتېدو ده، خو یاد ښار د مساحت له پلوه کوچنی دی.
ننګرهار کې د کور او ښار جوړولو رییس مولوي محمد نبي سعیدي دکور او ښار جوړولو وزیر شیخ حمدالله نعماني سره په لیدنه کې ویلي، د جلال اباد نوي ښار لپاره ۴۴ زره جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې ده.
مولوي محمد نبي سعیدي زیاته کړې؛ یاده ځمکه د جلال اباد ښار په ختیځه برخه کې موقعیت لري، چې د اته زره جریبه ځمکې یې د توپوګرافي سروې هم شوې، خو په خبره یې پاتې چارې یې د ځمکې د نه انتقال له کبله په ټپه ولاړې دي.
نوموړی وایي، که یاده چاره ترسره شي، دوی به د نوي ښار لپاره پر لومړنیو اقداماتو کار پیل کړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو ولایتونو لپاره منظمه ښاري پراختیا رامنځته کوي او هڅې یې پیل کړي، چې د سرپناه برابرولو او د ښارونو جوړولو برخه کې خپل مسولیت ترسره کړي.