د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویلي؛ د یاد وزارت د پلان له مخې کندوز ولايت کې د اترا ادارې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د سلام مخابراتي شبکې ۱۳ سايټونه چې سروې یې څه موده وړاندې بشپړه شوې وه د جوړولو چارې پيل شوې.
یاد وزارت زیاته کړې؛ د دغو سایټونو د عملي چارو په بشپړیدو سره به د کندوز ولایت اړوندو سیمو اوسیدونکي د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې لوړ کیفیت لرونکي مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او په دې برخه کې به خپلې ستونزې حل کړي.
د یادولو وړ ده، چې د کندوز ولایت اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د مخابراتو وزارت د هڅو قدرداني کوي او د محرومو ساحو د پوښښ په موخه د دغه اقدام ستایي .