ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اوزبیکستان یو رسمي پلاوی د افغانستان د کانونو د سروې او تخنیکي چارو په موخه افغانستان ته راځي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او مل پلاوي د اوزبیکستان د کانونو او جیولوجۍ له وزیر اسلاموف بوبیر فرخادویچ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اوزبیکستان د کانونو او جیولوجۍ وزیر، د کانونو په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو ټینګار کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د پانګونې د ملاتړ هوکړه لیک د لاسلیک کولو غوښتنه کړې.

نوموړي دغه راز په اوزبیکستان کې د مسو د پروسس په برخه کې د دوو لویو کارخونو د جوړېدو په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي؛ دغه کارخونې خامو موادو ته سخته اړتیا لري، چې د افغانستان د مسو په اکتشاف او استنې سره به دغه اړتیا پوره شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر له افغانستان سره د کار کولو په برخه کې د فرخادویچ د ښه نیت او لېوالتیا له امله مننه کړې او غوښتنه یې کړې، چې د افغانستان په شمال کې د تېلو او ګازو او دغه راز د غزني او هرات د مسو په کانونو او د کاني موادو د پروسس کارخونو د جوړولو په برخه کې دې پانګونه وکړي.

د لیدنې په پای کې، پرېکړه شوې چې د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت په همغږۍ، د اوزبیکستان یو رسمي پلاوی د سروې او تخنیکي کارونو لپاره افغانستان ته سفر وکړي.