ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلي رژیم هوايي برید؛ ۱۶ کسان شهیدان او ۷۵ نور ټپیان شوي

فلسطیني چارواکي وايي؛ د غزې په نصیرات بې‌ځایه شویو مېشت‌غالي کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلي عسکرو له لوري هوايي برید شوی، چې په پایله کې یې ۱۶ کسان شهیدان او ۷۵ نور ټپیان دي. په شهیدانو او ټپيانو کې ډېر شمېر ښځې، ماشومان او بوډاګان شامل دي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې د ګڼې ګوڼې یوه ډک بازار ته څېرمه د ښوونځي لوړ پوړونه هغه مهال په نښه شوي، چې ماشومانو د قرآن‌کریم تلاوت کاوه او پکې شهیدان شول.

د چارواکو په وینا؛ دا څلورم ځل دی، چې صهیونیستي اشغالګر پر دې ښوونځي برید کوي.

فلسطیني بې‌ځایه شویو ته د ملګرو ملتونو د مرستې رسونې او کار پیداکولو سازمان (انروا) وایي، چې اسرائیلي اشغالګرو پر غزه د بریدونو له پیل راهیسې د نصیرات بې‌ځایه شویو مېشت‌غالي پر۱۷ ښوونځيو هوایي بریدونه کړي.

تر دې وړاندې هم د روان زېږدیز کال جون میاشت کې په نصیرات کې د ملګرو ملتونو پر یوه ښوونځي برید شوی و، چې ۳۵ کسان پکې شهیدان شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۸ زره او ۹۸ فلسطینیان شهیدان او ۸۷ زره او ۷۰۵ نور ټپیان شوي دي.