ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د افغانانو مبارزه د اسلامي نظام د حاکميت لپاره وه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د مختلفو ولايتونو له یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او بېلابېلو ادارو مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې قومي مشرانو، علماوو او مسولینو ویلي، افغانان د اسلامي امارت له چلند او پالیسو خوشحاله دي، هېواد کې سرتاسري امنیت راغلی، په ډېری سیمو کې اقتصادي او بیا رغانیزې پروژې شروع شوي او هېوادوال په یووالي کې ژوند کوي.

دوی زیاته کړې، ولسونو د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره قربانۍ ورکړي او د دې نظام د استحکام او ثبات لپاره تر دې لازياتې قربانۍ ته چمتو دي.

 علماوو او قومي مشرانو دغه راز په بېلابېلو برخو کې خپل نظرونه او مشورې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریکې کړي او ویلي یې دي؛ له پوځي او سیاسي بریا وروسته اړتیا ده، چې اوس په اقتصادي او علمي برخو کې خپلواکي رامنځته او افغانستان پر ځان بسیا شي.

مولوي عبد الکبیر ویلي؛ افغانستان او اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان پکې د نظر او مشورې ورکولو حق لري.

نوموړي زیاته کړې، د افغانانو مبارزه د اسلامي نظام د حاکميت لپاره وه او نن الحمدلله چې اسلامي نظام قایم شوی، له دې وروسته به نه افغانان او نه هم اسلامي امارت چاته د دې نظام پر وړاندې د مخالفت او بغاوت اجازه ورکړي.